بنګله‌دېش د مکې تړون ته د ورګډېدو په هڅه کې؛د تړون د پراختیا امکان سوېلي اسیا ته هم رسېږي

0
33

د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزارت مرستیال استازی محمد ثاقب صداقت وایي، د مکې تړون ته د دغه هېواد ورګډېدل کولای شي د یاد تړون جغرافیایي لمن تر سوېلي اسیا پورې پراخه کړي.

نوموړي د پاکستان «بزنس ریکارډر» ورځپاڼې ته ویلي، د بنګله‌دېش غړیتوب به نه یوازې د تړون د اوسنیو غړو لپاره ګټور وي، بلکې د ګډو پوځي روزنو او دفاعي صنعت په برخه کې به هم د همکاریو زمینه برابره کړي.

د هغه په وینا، بنګله‌دېش د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ماموریتونو له مهمو مرسته کوونکو هېوادونو څخه دی او ګډون به یې د دغه تړون ظرفیت پیاوړی کړي.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي وو، چې د اسلامي هېوادونو شپږو یا اوو هېوادونو د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان له پوځي تړون سره د یوځای کېدو لېوالتیا ښودلې ده.

همدارنګه، رویټرز د اګسټ په ۲۵مه راپور ورکړی و، چې د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو مرستیال وزیر همایون کبیر د دغه تړون بلنه مثبته ارزولې او ویلي یې وو چې سعودي عربستان بنګله‌دېش ته د ګډون بلنه ورکړې ده.

په ورته وخت کې، د روان کال په مې میاشت کې رسنیو راپور ورکړی و، چې بنګله‌دېش له پاکستان سره د چین او پاکستان په ګډه جوړو شویو «JF-17» جنګي الوتکو د پېرلو په اړه خبرې کړې دي؛ خو تر اوسه د داسې یوې هوکړې رسمي تایید نه دی شوی.

دا پرمختګونه په داسې حال کې دي چې ډاکه له اسلام‌اباد سره د دفاعي همکاریو د پراختیا هڅې هم کوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ