په افغانستان کې یو شمېر هنرمندان او سندرغاړي د طالبانو حکومت د موسیقۍ د بندیزونو او د نیول کېدو له ګواښونو سره سره هڅه کوي د خپل هېواد دودیزه موسیقي او هنري میراث ژوندی وساتي.
اسوشیټېد پرېس په یوه تازه راپور کې لیکلي، د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته ډېری افغان هنرمندان له هېواده وتلي، خو یو شمېر پاتې هنرمندان لا هم په پټه رباب او نور دودیز سازونه غږوي.
د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر دغه خبري اژانس ته ویلي، موسیقي په اسلام کې حرامه ده او هېڅوک اجازه نه لري چې سندرې واوري، ثبت یې کړي او یا سازونه وغږوي.
د راپور له مخې، د کابل مشهوره «کوچه خرابات» چې پخوا د موسیقۍ د وسایلو او هنرمندانو مرکز و، اوس په سوداګریزو پلورنځیو بدله شوې ده.
یوه ربابغږوونکي اسوشیټېد پرېس ته ویلي، پخوا یې د موسیقۍ د تدریس او پلورنځي له لارې هره ورځ شاوخوا ۱۰ زره افغانۍ ګټلې، خو اوس د مزدورۍ له لارې یوازې ۱۰۰ افغانۍ عاید لري او د خپلې کورنۍ د لګښتونو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دی.
نوموړی وایي، د بندیزونو له امله یې پلار هم خپل پلورنځی تړلی و او وروسته د زړه د حملې له امله مړ شو؛ خو دی لا هم کله ناکله په یوه کوچنۍ کوټه کې په پټه رباب غږوي او هوډ لري چې دغه هنر ژوندی وساتي.
یو بل سندرغاړی وایي، خپل رباب، هارمونیه، شپېلۍ او طبله یې پټ کړي او څلور کاله کېږي په هېڅ پټ محفل کې یې سندرې نه دي ویلي؛ ځکه د نیول کېدو او د خپلو ماشومانو د بېسرپرسته پاتې کېدو وېره لري.
اسوشیټېد پرېس د یوه پټ موسیقي محفل د نیول کېدو کیسه هم خپره کړې، چې په ترڅ کې یې د طالبانو حکومت محتسبینو پر محفل برید کړی او ګډونوال یې نیولي دي.
سره له دې، افغان هنرمندان وایي، موسیقي د افغانستان د کلتوري هویت نه بېلېدونکې برخه ده او دوی به دا میراث خپلو ماشومانو او راتلونکو نسلونو ته ولېږدوي.


