د ترکیې استخباراتي مشر له لوړپوړو طالب چارواکو سره کتلي دي.
د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو حکومت له لوړپوړو چارواکو، د کورنیو چارو له وزیر سراجالدین حقاني، دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره لیدلي دي.
د ترکیې د انادولو خبري اژانس په وینا، په دغو لیدنو کې د امنیتي او استخباراتي همکاریو، د افغانستان او پاکستان د اړیکو او سیمهییزو تحولاتو په اړه خبرې شوې دي.
یوې طالب سرچینې هم ایلم نیوز ته ومنله چې امنیت او پاکستان سره اړیکې د بحث اساسي محور وو.
کالن له سفر وروسته بېرته ترکیې ته ستون شوی دی.


