د لیبیا په سمندرګي کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو پېښه؛د باجوړ د ۳۵ ځوانانو د مړینې خبر ورکړل شوی

0
32

د لیبیا ساحل ته څېرمه د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې د پاکستان د باجوړ ولسوالۍ د ۳۵ ځوانانو د مړینې وېره ښودل شوې ده.

د لومړنیو راپورونو له مخې، په شاوخوا ۱۲۰ کډوالو بار کښتۍ کې سپاره دغه ځوانان اروپا ته د رسېدو په هڅه کې وو، چې اووه تنه یې د سالارزۍ او پاتې نور د ماموند تحصیل اوسېدونکي بلل شوي دي.

دا پېښه داسې مهال شوې چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې ناامني، بې‌کاري او اقتصادي ستونزې ګڼ ځوانان دې ته اړ کړي چې د ښه ژوند په هیله د قاچاقبرو له لارو خطرناکو سمندري سفرونو ته زړه ښه کړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ