د پاکستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۶-۲۷ کلونو لپاره د لوبغاړو د مرکزي قراردادونو نوی جوړښت اعلان کړی چې له مخې یې د قرارداد لرونکو لوبغاړو شمېر له ۳۰ څخه ۳۸ ته لوړ شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په نوي لېست کې یوازې سلمان علي اغا او بابر اعظم د قراردادونو په تر ټولو لوړه درجه کې ځای لري.
د پاکستان کرېکټ بورډ د روان کال په جون میاشت کې ویلي وو، هغه نارینه لوبغاړي د مرکزي قراردادونو وړ دي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې لږ تر لږه څلور ټېسټ، شپږ یو ورځنۍ نړیوالې یا شپږ شلاوریزې نړیوالې لوبې ترسره کړې وي.

د نوي سیستم له مخې، مرکزي قراردادونه په پنځو کټګوریو وېشل شوي دي؛ ټېسټ او یو ورځنۍ لوبې، د ټېسټ ځانګړي لوبغاړي، یو ورځنۍ او شلاوریزې لوبې، د شلاوریزو لوبو ځانګړي لوبغاړي او د پرمختیايي بهیر نوي لوبغاړي.
دغه قراردادونه د ۲۰۲۷ کال د جون تر ۳۰مې نېټې اعتبار لري.
د پاکستان لوبغاړي د تېرو قراردادونو له پای ته رسېدو وروسته، چې د روان کال په جون کې پای ته رسېدلي وو، له مرکزي قراردادونو پرته پاتې وو.

په مهمو لوبغاړو کې پخوانی لوبډلمشر محمد رضوان، د ټېسټ لوبډلې پخوانی کپتان شان مسعود او پیلیز توپوهونکی صائم ایوب د مرکزي قراردادونو له نوي نوملړ څخه پاتې شوي دي.
همدارنګه حسن علي، عبدالله شفیق، محمد حارث، محمد نواز، نعمان علي، حسین طلعت، خرم شهزاد، عباس افریدي او محمد وسیم جونیئر هم په نوي نوملړ کې نه دي شامل شوي.


