په هند کې د زهري الکولي مشروباتو له څښلو ۱۱ کسان مړه شوي او تر ۱۸۰ ډېر مسموم شوي

0
61

د هند په شمال ختیځ د مانیپور ایالت کې د مشکوکو زهري الکولي مشروباتو د څښلو له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي او تر ۱۸۰ ډېر نور په روغتونونو کې بستر شوي دي.

د مانیپور ایالت اعلی وزیر، یومنم کِمچند سنګ، ویلي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د مړینو شمېر ۱۱ ته رسېدلی او له ۱۸۰ ډېر کسان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ځايي چارواکو له هغو کسانو غوښتي، چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د مانیپور په سوګنو ښارګوټي کې الکولي مشروبات څښلي، د روغتیايي معایناتو لپاره روغتونونو ته مراجعه وکړي.

پولیسو هم خلکو ته سپارښتنه کړې چې د نامعلومې سرچینې الکولي مشروبات ونه څښي.

په هند کې د غیرقانوني الکولي مشروباتو په تولید کې د مېتانول په څېر زهري کیمیاوي مواد کارول کېږي، چې حتی لږ مقدار یې د انسان د مړینې لامل کېدای شي.

په ورته پېښه کې، په ۲۰۲۰ کال کې د هند په پنجاب ایالت کې هم د زهري الکولي مشروباتو د څښلو له امله لږ تر لږه ۱۲۰ کسان مړه شوي وو.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ