د سویلي افریقا لومړنۍ ښځینه مرستیاله ولسمشره په ۷۱ کلنۍ کې مړه شوه

0
83

د سویلي افریقا لومړنۍ ښځینه مرستیاله ولسمشره او د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې پخوانۍ اجراییوي مشره فومزیله ملامبو ـ انګوکا د ۷۱ کلونو په عمر مړه شوې ده.

د سویلي افریقا حکومت د نوموړې مړینه تایید کړې ده.

نوموړې د ۱۹۵۵ کال د اګست په میاشت کې د دغه هېواد په ډربن ښار کې زېږېدلې وه او د ښځو د حقونو او جنسیتي برابرۍ په برخه کې یې اوږده سیاسي او نړیواله مبارزه کړې وه.

ملامبو ـ انګوکا له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۸ کال پورې د سویلي افریقا د مرستیالې ولسمشرې په توګه دنده ترسره کړې وه او په دې توګه د دغه هېواد په تاریخ کې لومړنۍ ښځه وه چې دې لوړ دولتي مقام ته ورسېده.

هغې همدارنګه له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشري کړې او د ښځو او نجونو د حقونو، سیاسي ګډون او پیاوړتیا لپاره یې فعالیت کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د نوموړې پر مړینې خواشیني څرګنده کړې او هغه یې د ښځو او نجونو د حقونو نه ستړې کېدونکې مدافعه بللې ده.

ګوترېش د نوموړې کورنۍ او ټولو هغو ښځو او نجونو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي چې د هغې له هڅو او مبارزې اغېزمنې شوې دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ