د افغانستان کرېکټ الف لوبډله به د ځوانانو اسیا جام سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د بنګلهدېش الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه لوبه به د کابل پر وخت له غرمې وروسته په ۲:۳۰ بجو د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شي.
افغان ابدالیانو په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له سریلانکا سره ترسره کړه، چې د شپږو وېکټو په توپیر یې وبایلله.
د افغانستان الف لوبډله به تر دې لوبې وروسته د دوشنبې په ورځ د هانګکانګ له ملي لوبډلې سره هم مخ شي.
افغان ابدالیانو په ۲۰۲۴ کال کې د ځوانانو اسیا جام اتلولي ګټلې وه او سږکال د خپلې اتلولۍ د دفاع لپاره سیالۍ کوي.


