د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخندزاده د دغه ډلې د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په ملتیا غزني ولایت ته سفر کړی او هلته یې د یوه جامع جومات، عیدګاه او جهادي مدرسې د جوړېدو د بنسټ ډبرې اېښې دي.
د معلوماتو له مخې، نوموړي د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د استخباراتو لوی رییس عبدالحق وثیق او د میدان وردګو او زابل ولایتونو د والیانو په ملتیا غزني ته تللی دی.
د دغه سفر پر مهال شیخ هبتالله اخندزاده له سیمهییزو چارواکو او دیني عالمانو سره په لیدنه کې د ښوونې او روزنې پر پراختیا، امنیت، عدالت او د حکومتي ادارو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار کړی دی.
د راپورونو له مخې، په دې سفر کې د ۱۸۰ جریبه ځمکې پر سر د جامع جومات او عیدګاه او پر ۱۰۰ جریبه ځمکې د یوې جهادي مدرسې د جوړېدو بنسټ ډبرې اېښودل شوې دي.


