له کابل او غزني وروسته؛شیخ هبت الله په زابل کې د دوو لویو جوماتونو د جوړېدو بنسټ ډبرې کېښودې

0
78

د طالبانو حکومت مشر، شیخ هبت‌الله اخندزاده، د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د دوو لویو جوماتونو د جوړېدو چارې د بنسټ ډبرو په اېښودلو پیل کړې.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، لومړی جومات د مېزاني اډې په ختیځه برخه کې پر ۷۰ جریبه ځمکه جوړېږي او دویم جامع جومات به د مدد چوک په سیمه کې پر ۱۰ جریبه ځمکه اباد شي.

په دغو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د استخباراتو عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق او یو شمېر نورو طالب چارواکو او سوداګرو هم ګډون کړی و.

شیخ هبت‌الله اخندزاده په دې مراسمو کې د جوماتونو د جوړولو، دیني زده‌کړو د پراختیا او د علماوو د مقام د درناوي پر ارزښت ټینګار کړی دی.

وړاندې له دې شیخ هبت الله اخندزاده، د کابل چمن حضوري سیمه کې هم د جامع جومات د جوړولو، او په غزني کې د یوې جهادي مدرسې د جوړولو لپاره د بنسټ ډبرې ایښي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ