بلخ کې یوې مور پنځه‌ګوني ماشومان زېږولي؛ یو ماشوم مړ پیدا شوی

0
59

د بلخ ولایت په حوزوي روغتون کې یوې مور پنځه‌ګوني ماشومان زېږولي چې له ډلې یې یو ماشوم مړ نړۍ ته راغلی او څلور نور تر درملنې لاندې دي.

بلخ کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا ریاست د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه ماشومان تېره شپه په حوزوي روغتون کې زېږېدلي دي.

د اعلامیې له مخې، په پنځه‌ګونو ماشومانو کې دوه هلکان او درې نجونې شاملې دي، چې یو هلک یې مړ پیدا شوی دی.

د عامې روغتیا ریاست د پاتې څلورو ماشومانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ