
د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې افغان لوبڅار محمود خروټی د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو اسیا جام سیالیو د لوبڅارانو په ډله کې شامل شوی دی.
افغان کرېکټ بورډ د جمعې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، خروټی به د نورو هېوادونو د لوبڅارانو ترڅنګ په دغو سیالیو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.
د ځوانانو اسیا جام سیالۍ تېره اونۍ د قطر په دوحه کې پیل شوې دي.
د افغانستان الف لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې له سریلانکا څخه د شپږو وېکټو په توپیر ماتې خوړلې ده.
افغان ابدالیان په الف ګروپ کې له سریلانکا الف، بنګلهدېش الف او هانګکانګ لوبډلو سره سیالي کوي.
د یادونې ده چې افغان ابدالیانو په ۲۰۲۴ کال کې د ځوانانو اسیا جام اتلولي ګټلې وه او سږ کال د خپلې اتلولۍ د دفاع لپاره لوبېږي.

