د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چین له سفر وروسته د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې له خپل تاجکستاني سیال امام علي رحمان سره د افغانستان پر امنیتي وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
د روسیې دولتي رسنۍ وايي، د دواړو ولسمشرانو د لیدنې یوه مهمه موضوع به د افغانستان وضعیت او د دغه هېواد په اړه د مسکو او دوشنبې ترمنځ د ګډو همکاریو پیاوړتیا وي.
دواړه مشران به همداراز افغانستان ته د روسیې د وروستي لوړپوړي پلاوي د سفر پایلې وارزوي.
د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوله.
امام علي رحمان تر دې وړاندې د ډلهییز امنیتي تړون سازمان په غونډه کې ویلي وو، چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو پولو امنیت او د افغانستان وضعیت په ځانګړې توګه تر څارنې لاندې دي.
هغه د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې د امنیت پیاوړتیا د سازمان له مهمو لومړیتوبونو بللې وه.
د پوتین او رحمان د خبرو بله مهمه موضوع به په تاجکستان کې د روسیې د ۲۰۱مې پوځي اډې د فعالیت دوام وي.
پوتین دغه اډه په منځنۍ اسیا کې د امنیت او ثبات لپاره مهمه بللې ده.
د افغانستان د وضعیت ترڅنګ، دواړه ولسمشران به د سوداګرۍ پراختیا، دوهاړخیزو اړیکو او ګډو اقتصادي پروژو په اړه هم خبرې وکړي.
دا په روانه میاشت کې د دواړو ولسمشرانو دویمه لیدنه ده.
پوتین دوشنبې ته تر سفر مخکې د چین په شنژن ښار کې د اپېک سازمان په غونډه کې ګډون کړی و او د چین او امریکا له ولسمشرانو سره یې هم لیدنې او خبرې کړې وې.


