ایران د امریکا د دوو سمندري افسرانو د موندلو ګواښ کړی

0
31

د ایران سفارت په سویلي افریقا کې د امریکا د سمندري ځواکونو د دوو لوړپوړو افسرانو د موندلو ګواښ کړی او ویلي یې دي چې دوی به پیدا کړي.

دا ګواښ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغې خبرداري یوه ورځ وروسته شوی چې تهران ته یې د لوړپوړو امریکايي چارواکو له هدفي وژنې څخه د ډډې کولو خبرداری ورکړی و.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، د ایران سفارت د امریکا د «یواس‌اس سپروانس» جنګي بېړۍ د قوماندان او مرستیال قوماندان انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې دوی به ومومي.

دغه بېړۍ له منځني ختیځ څخه د ۳۵۷ ورځني ماموریت له پای ته رسولو وروسته بېرته ستنه شوې ده.

راپور زیاتوي، یادې جنګي بېړۍ د ایران پر وړاندې د امریکا په پوځي عملیاتو کې مهم رول درلود او لسګونه ټوماهاک توغندي یې توغولي او د مقابل لوري ګواښونه یې شنډ کړي دي.

د ایران دا تازه ګواښ په داسې حال کې مطرح کېږي چې د راپورونو له مخې، د ټرمپ ادارې یو شمېر لوړپوړي چارواکي د امنیتي اندېښنو له امله خوندي استوګنځایونو ته لېږدول کېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ