د ملګرو ملتونو استازې په کندهار کې د فستولا ناروغانو د درملنې بهیر ارزولی

0
59

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، رباب فاطمه، په کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون د فستولا ناروغانو د درملنې له هغه څانګې لیدنه کړې، چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) یې ملاتړ کوي.

نوموړې د دې لیدنې پر مهال له هغو ښځینه ناروغانو سره خبرې کړې، چې د فستولا ناروغۍ له امله تر درملنې لاندې دي او همدارنګه یې د دغې برخې له ښځینه روغتیايي کارکوونکو سره هم لیدلي دي.

رباب فاطمې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو هڅې ستایلې او د زېږون پر مهال د رامنځته کېدونکو جدي ټپونو له امله د اغېزمنو ښځو د درملنې، روغتیا بېرته ترلاسه کولو او ټولنیز ژوند ته د هغوی د ستنېدو په برخه کې یې د دوی رول مهم بللی دی.

د دې لیدنې موخه د فستولا ناروغۍ د مخنیوي، درملنې او بیارغونې روغتیايي خدمتونو پر دوام ټینګار و؛ هغه ناروغي چې ډېرې ښځې ورسره کلونه له جسمي ستونزو، ټولنیز انزوا او بدنامۍ سره مخ وي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ