په هرات کې پر ۱۲ زره هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي دي

0
24

په هرات ولایت کې شاوخوا ۱۲ زره هکټاره ځمکه د زعفرانو تر کښت لاندې ده، چې د هېواد په کچه د زعفرانو د ټولې ۱۴ زره هکټاره کرنیزې ځمکې لویه برخه جوړوي.

د هرات ولایت مقام د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به په ټول افغانستان کې د زعفرانو حاصلات له ۵۰ تر ۷۰ ټنو پورې ورسېږي.

په همدې حال کې، په هرات کې زعفران‌کرونکي د مناسبو هوايي شرایطو او د زعفرانو د حاصلاتو له زیاتوالي خوښي څرګندوي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان زعفران د خپل خوند او لوړ کیفیت له امله د نړۍ په کچه د غوره زعفرانو په درجه‌بندۍ کې د لسم ځل لپاره لومړی مقام خپل کړی دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ