د بریتانیا ولیعهد ویلیم او کېټ میډلټن د درې ورځني سفر لپاره هند ته ورسېدل

0
64

د بریتانیا د ویلز شهزاده ویلیم او مېرمن یې کېټ میډلټن د درې ورځني رسمي سفر لپاره هند ته رسېدلي دي.

ټاکل شوې، دغه جوړه د سفر پر مهال د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره هم وګوري.

دا په تېرو څلورو کلونو کې لومړی ځل دی چې ویلیم او کېټ په ګډه بهرني رسمي سفر کوي.

د کېټ میډلټن د سرطان درملنې له امله په وروستیو کلونو کې د هغې نړیوال سفرونه محدود شوي وو، خو دا ځل به د خپل مېړه ترڅنګ په څو رسمي مراسمو کې ګډون وکړي.

د دغه سفر ډېری پروګرامونه د «ارت‌شاټ» جایزې له نوښت سره تړاو لري؛ دا جایزه شهزاده ویلیم رامنځته کړې او هر کال هغو پنځو نوښتونو ته یو میلیون پونډه ورکوي چې د اقلیمي بدلون او چاپېریالي ستونزو لپاره اغېزمنې حل‌لارې وړاندې کوي.

د بریتانیا شاهي جوړه به په ممبۍ ښار کې د چاپېریال ساتنې، کرېکټ، ځوانو کورنیو او بالیووډ سینما اړوند پروګرامونو کې هم ګډون وکړي.

ټاکل شوې، د چهارشنبې په ورځ له ممبۍ څخه نوي ډیلي ته ولاړ شي او له لومړي وزیر نریندرا مودي سره وګوري.

دا په ۲۰۱۶ کال کې هند ته د دوی له رسمي سفر وروسته له مودي سره دویمه لیدنه ده.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ