د یمن حکومتي ځواکونو اعلان کړی، چې د بابالمندب تنګي ته څېرمه سیمو څخه خپل ځواکونه باسي، څو د عدن ښار او شاوخوا ولایتونو دفاع پیاوړې کړي.
دا اقدام د ایران پلوه حوثي وسلهوالو پر وړاندې د سعودي عربستان په ملاتړ د پوځي عملیاتو لپاره لوی شاتګ بلل کېږي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه پرېکړه د حکومتي ځواکونو د شپږ اوونیزو پوځي عملیاتو د پای ته رسېدو نښه ده.
حوثي وسلهوالو د سپټمبر په میاشت کې د سره سمندرګي ساحلي سیمې او د بابالمندب تنګي ته څېرمه سیمې نیولې وې.
د یمن جنوبي وسلهوالو ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د تعز ولایت په لوېدیځ کې د ذباب هوايي ډګر او بابالمندب له سیمې څخه یې د ځواکونو د بیا ځای پر ځای کولو بهیر پیل کړی، څو د عدن ښار امنیت ټینګ او دفاعي کرښې پیاوړې کړي.
د راپور له مخې، سعودي عربستان په ملاتړ حکومتي ځواکونو تېره میاشت د تنګي شاوخوا ځینې مهمې سیمې بېرته نیولې وې، خو ونه توانېدل چې حوثیان په بشپړه توګه له سیمې وباسي.
په همدې حال کې، حوثي وسلهوالو د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو او انرژۍ تاسیساتو د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه زیات کړي دي.
رویټرز وايي، د جګړو له امله د تعز ښار هم کلابند پاتې دی، چې شاوخوا ۱۵۰ زره بېځایه شوي کسان پکې مېشت دي او مرستندویه توکي ورته نه رسېږي.
بلخوا، د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، چې حوثي وسلهوالو د یکشنبې په ورځ ۶۰۰ بندیان خوشې کړي دي.


