د چین او اسیايي هېوادونو ترمنځ د جنوبي چین سمندرګي د کړکېچ د کمولو هوکړه ونه شوه

0
52

د اسیا د سوېل ختیځو هېوادونو ټولنې (ASEAN) او چین د جنوبي چین سمندرګي د کړکېچ د مدیریت لپاره د چلند اصولو پر مسودې د اوږدو خبرو اترو سربېره، د فیلیپین د مشرۍ پر مهال ونه توانېدل چې وروستۍ هوکړې ته ورسېږي.

د فیلیپین د بهرنیو چارو وزیرې، ماریا تیریزا لازارو، د نومبر پر ۱۵مه په مانیلا کې د اسیا د سوېل ختیځو هېوادونو ټولنې د سرمشریزې په څنډه کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د مسودې شاوخوا ۸۰ سلنه برخه په لومړني ډول منل شوې، خو لا هم پر ځینو مهمو موضوعاتو اختلافونه شته.

نوموړې زیاته کړې، چې د اسیا د سوېل ختیځو هېوادونو او چین ترمنځ د ځینو مسایلو په اړه بېلابېل لیدلوري هم د هوکړې مخه نیسي.

د جنوبي چین سمندرګي پر پراخو سمندري سیمو د چین ادعاوې د برونای، اندونیزیا، مالیزیا، فیلیپین او ویتنام له ځانګړو اقتصادي سمندري حوزو سره ټکر لري.

د سیمې هېوادونه غواړي چې د چلند اصول د نړیوالو قوانینو پر بنسټ وي، خو بیجینګ ټینګار کوي چې په دغه سمندرګي کې یې اقدامات قانوني او مسلکي دي.

په ۲۰۱۶ کال کې یوې نړیوالې منځګړیتوب محکمې د چین پراخې سمندري ادعاوې د نړیوالو قوانینو له مخې بې‌اساسه بللې وې، خو چین دغه پرېکړه نه مني.

په وروستیو کلونو کې د چین او فیلیپین ترمنځ په جنوبي چین سمندرګي کې سمندري نښتې او ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.

مانیلا چین د خپلې ځانګړې اقتصادي سمندري حوزې دننه په پاروونکو اقداماتو، د اوبو په زورورو شیندنو او د اکمالاتي ماموریتونو په ګډوډولو تورنوي؛ خو چین بیا فیلیپین خپلې ادعا شوې خاورې ته پر ننوتلو تورنوي.

د سنګاپور د ایس راجارتنام د نړیوالو مطالعاتو انسټیټیوټ څېړونکی کولین کوه وايي، چې د خبرو اترو د ځنډ لامل یوازې له چین سره اختلافونه نه دي، بلکې د اسیا د سوېل ختیځو هېوادونو ترمنځ د دغو اصولو د جغرافیایي حدودو په ګډون پر ځینو موضوعاتو خپلمنځي اختلافونه هم شته.

د نوموړي په باور، د پاتې اختلافونو حل به د ښکېلو خواوو له لوري د پام وړ امتیازونو ته اړتیا ولري.

ټاکل شوې ده، چې سنګاپور به راتلونکی کال د اسیا د سوېل ختیځو هېوادونو ټولنې د دوره‌یي مشرۍ په ترلاسه کولو سره د دغې هوکړې د نهايي کولو هڅې پر مخ یوسي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ