د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو ویلي، چې څو ساعته وړاندې دوه تېلوړونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره تر لګېدو وروسته چاودېدلې او سخت اور یې اخیستی دی.
د سپاه سمندري ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، دغو دوو بېړیو خپل د تګ راتګ او اتومات پېژندنې (AIS) سیستمونه بند کړي وو او هڅه یې کوله، چې د هرمز تنګي له یوې غیرمجازې لارې په پټه تېرې شي.
د اعلامیې له مخې، دواړه بېړۍ د سمندري ماینونو له لګېدو وروسته وچاودېدې او سخت اور پرې ولګېد.
تر اوسه د دغو بېړیو د هویت، د عملې د برخلیک او د احتمالي ځاني زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.


