جوزجان کې د بیات پاور د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا توربین بېرته فعال شو

0
6

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په جوزجان ولایت کې د بیات پاور د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا د تولیدي توربین د بیاځلې فعالیت د پیلولو پرانیسته وکړه.

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې، دغه توربین د لړم میاشتې په ۲۳مه بېرته فعالیت پیل کړ.

ملا عبدالغني برادر د برېښنا د تولید په برخه کې د بیات پاور پانګونه ستایلې او له نورو پانګوالو یې هم غوښتي چې د برېښنا او نورو اقتصادي سکټورونو کې پانګونه وکړي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو حکومت د اقتصادي ودې او صنعتي کېدو لپاره مهم ګامونه اخیستي او پانګوالو ته یې د پانګونې مناسب فرصتونه برابر کړي دي.

هغه له پانګوالو او صنعت‌کارانو غوښتي چې د هېواد په بیارغونه او خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې ونډه واخلي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ