د طالبانو حکومت د لومړي وزیر د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنډزي سره په انلاین ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو پر حل او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر عادي کولو خبرې کړې دي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دې ویډیويي ناسته کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مسوول جېمز بلمونټي او د دغه وزارت سیاسي سلاکار فیض محمد وفامل هم ګډون درلود.
ملا عبدالواسع د افغانستان لپاره د بریتانیا د بشري مرستو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته ستونزو د حل او د اړیکو د ښه کولو په برخه کې د بریتانیا او نورو هېوادونو له هڅو مننه کړې ده.
نوموړي ویلي، حکومت د ملي ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ له ګاونډیو، سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د ښو اړیکو او ګډې همکارۍ غوښتونکي دي او د سیمې د سولې او ثبات ملاتړ کوي.
په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډزي ویلي، چې د سیمې وضعیت له نږدې څاري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او د اړیکو د عادي کولو لپاره یې له دواړو لورو سره لیدنې او سلا مشورې کړې دي.
لېنډزي زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به پاکستان ته سفر وکړي او د دغه هېواد له چارواکو سره به د اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي، څو د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو او تفاهم زمینه برابره شي.
ملا عبدالواسع ټینګار کړی، چې د طالبانو حکومت د خپلې اقتصادمحورې بهرنۍ تګلارې له مخې له ګاونډیو، سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د ستونزو سولهییز حل ته لومړیتوب ورکوي.
نوموړي افغانان سولهخوښی ملت بللی او ویلي یې دي، چې د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل اوږده تجربه لري.


