کرزی: ټولو ته د زده‌کړو زمینه برابرول افغانستان له بهرنیو مرستو بې‌نیازه کولای شي

0
27

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې او پرمختګ لپاره د علم د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د هېواد د پرمختګ، خپلواکۍ او ځان‌بسیاینې لپاره د علم او زده‌کړو پراختیا اړینه ده.

کرزي ټینګار کړی، چې افغانستان هغه مهال له بهرنیو مرستو او احتیاجه خلاصېدای شي او پر خپلو ستونزو برلاسی کېدای شي، چې ټولو وګړو ته د زده‌کړو او تعلیم زمینه برابره شي.

نوموړي یو ځل بیا د طالبانو له حکومت غوښتي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانیزي، څو افغانستان د علم او پوهې په مټ پرمختګ او سوکالۍ ته ورسېږي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ