د سولې او پرمختګ لپاره د علم نړیواله ورځ هر کال د نومبر په ۱۰مه نېټه نمانځل کېږي.
دا ورځ د علم، زدهکړو او پوهې د ارزښت د روښانولو، د سولې د فرهنګ د پیاوړتیا، د شخړو د مخنیوي او د ټولنو ترمنځ د زغم او متقابل درناوي د پراختیا لپاره ځانګړې شوې ده.
د دې ورځې موخه د علم او پوهې له لارې د سولې ټینګښت، د بېلابېلو ټولنو ترمنځ د تفاهم پیاوړتیا او د دوامدار پرمختګ لپاره د زدهکړو اهمیت ته د خلکو پام رااړول دي.
علم نه یوازې د فردي پرمختګ وسیله ده، بلکې د ټولنیز عدالت، اقتصادي ودې او د ستونزو د سولهییز حل لپاره هم بنسټیز ارزښت لري.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۲۳مه د شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل، چې له هغه راهیسې تر اوسه له څلورو کلونو او اوو میاشتو زیات وخت تېر شوی، خو د نجونو پر مخ د منځنیو او لېسو دروازې لا هم تړلې دي.

د ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې وتړل شوې.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د ۲۰۲۶ کال د اګست د شمېرو له مخې، تر ۲.۶ میلیونو زیاتې افغان نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې شوې دي.
د علم نړیواله ورځ یو ځل بیا دا پیغام راژوندی کوي، چې د سولې، پرمختګ او سوکاله راتلونکي لپاره د زدهکړو حق باید د ټولنې ټولو وګړو ته، له هر ډول توپیر پرته، برابر وي.


