د امریکا په منځګړیتوب ټاکل شوې چې د روسیې، اوکراین او امریکا استازي د نومبر په ۱۰مه او ۱۱مه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د سولې درې اړخیزې خبرې ترسره کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، په دې خبرو کې به د جګړې پای ته رسول، د اوربند ټینګښت، د اوکراین امنیتي تضمینونه او بشري مرستې تر بحث لاندې ونیول شي.
د امریکا ځانګړی استازی سټیوف وېټکاف او جېرډ کوشنر به د امریکا په استازیتوب په خبرو کې ګډون وکړي، په داسې حال کې چې د روسیې د پلاوي مشري به ولادیمیر مدینسکي وکړي.
بلخوا، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ټینګار کړی چې د هر ډول سولې هوکړې لپاره باید د اوکراین امنیت تضمین شي.
تر اوسه دواړو هېوادونو د جګړې د پای ته رسولو پر شرایطو وروستۍ هوکړه نه ده کړې.


