د هرمز تنګي کې د تېلو پر بېړیو بریدونه؛ایران د امریکا د نوې جګړې له ګواښ سره مخ دی

0
37

د امریکا او ایران ترمنځ پوځي او سیاسي کړکېچ یو ځل بیا ډیر شوی.

په ورته وخت کې د هرمز تنګي په سیمه کې د تېلو پر لېږدوونکو بېړیو د بریدونو راپورونو نړیوالې اندېښنې راپارولې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د نومبر میاشتې له پیل راهیسې لږ تر لږه په پنځه بېړیو بریدونه شوي.

د ایران انقلابي ګارډ ادعا کړې چې ځینې بېړۍ له سمندري ماینونو سره د لګېدو له امله لمنځه تللي.

بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي واشنګټن ښايي یو ځل بیا پر ایران بریدونه وکړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ