د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ناروې شاهي دولت له نوي ټاکل شوي چارسمبالي سیګوالډ ټومن هاګ سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي نوموړي ته په خپل نوي ماموریت کې د بریا هیله کړې او د وزارت له لوري یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

په دې لیدنه کې د افغانستان او ناروې پر تاریخي اړیکو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او یو شمېر ګډو موضوعاتو خبرې شوې دي.
د ناروې نوي چارسمبالي د ښه کوربهتوب او همکارۍ له امله مننه کړې او د امنیت، نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او اقتصادي ثبات په برخو کې یې د طالبانو د حکومت د لاستهراوړنو او پرمختګونو ستاینه کړې ده.


