ایران اعلان کړی چې د امریکا د هر ډول نوي برید په صورت کې یې د غچ اخیستنې پلان چمتو کړی او خبرداری یې ورکړی چې د هر برید پر وړاندې به سمدستي غبرګون وښيي.
د راپور له مخې، د ایران پوځ د خپلو احتمالي اهدافو لېستونه نوي کړي او په پراخو جغرافیایي سیمو کې یې د امریکا او اسرائیلو اړوند پوځي او نور تاسیسات هم پکې شامل کړي دي.
بل لور ته، د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې (UKMTO) ویلي، چې د هرمز تنګي ته نږدې یوه د تېلو لېږدوونکې بېړۍ د دوو نامعلومو توغندیو په وسیله لګېدلې ده.
دا پېښه وروسته له هغې شوې چې د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې وه، درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ د هرمز تنګي له لارې د اجازې پرته د تېرېدو پر مهال له سمندري ماینونو سره د ټکر له امله چاودېدلې دي.
په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د روان کال په پای کې به اسرائیلو ته د امریکا کلنۍ څلور میلیارده ډالري مرستې بندې کړي.
دې څرګندونو د اسرائیلو د اپوزیسیون د مشرانو غبرګونونه هم راپارولي دي.
بلخوا، د یمن په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوي حکومت ایران تورن کړی چې د سپاه پاسداران او د لبنان حزبالله ۲۱ پوځي متخصصین یې د حوثیانو د پوځي عملیاتو د پلانولو او لارښوونې لپاره یمن ته استولي دي.


