اوباما: امریکایان د وېش پر ځای د یووالي او عملي حل‌لارو غوښتونکي دي

0
35

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د منځمهالو ټاکنو د پایلو په غبرګون کې ویلي، امریکایان داسې مشران غواړي چې د سیاسي اختلافاتو پر ځای یووالي ته لومړیتوب ورکړي او د خلکو د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د ټاکنو پایلو وښوده چې د امریکا په بېلابېلو سیمو کې هغو نوماندانو د خلکو ملاتړ ترلاسه کړ چې د عامه خدمت، ګډو ارزښتونو او د خپلو سیمو د ګټو لپاره ژمن وو.

اوباما د دغو نوماندانو هڅې ستایلې او ویلي یې دي، که څه هم دوی بېلابېل ټولنیز شالیدونه او سیاسي لیدلوري لري، خو د خلکو د ګټو په لومړیتوب کې سره ګډ نظر لري.

هغه د دواړو ګوندونو له زرګونو ټاکنیزو چارواکو او رضاکارانو هم مننه کړې چې د ټاکنو په منظم ترسره کېدو کې یې ونډه لرله.

د امریکا پخواني ولسمشر ټینګار کړی چې د اوسني حکومت د واکمنۍ د پاتې دوو کلونو پر مهال باید د بدلون لپاره هڅې وشي، د لا زیاتو زیانونو مخه ونیول شي او د راتلونکي لپاره اړین شرایط برابر شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ