ټرمپ: له منځمهالو ټاکنو وروسته په ایران کې د ډېرو وژنو غوښتونکی نه یم

0
21

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له منځمهالو ټاکنو وروسته نه غواړي په ایران کې د ډېرو خلکو د وژل کېدو شاهد وي، خو که واشنګټن اړ کړل شي، د پرېکنده اقدام لپاره به چمتو وي.

ټرمپ له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل، امریکا نه غواړي د ایران په جګړه کې د خلکو مرګ‌ژوبله زیاته شي؛ خو که وضعیت امریکا اقدام ته اړ کړي، نو واشنګټن به شاته نه شي.

هغه ویلي، چې امریکايي ځواکونو تېره شپه د ایران پر قشم ټاپو د دغه هېواد پر تازه جوړو شویو دفاعي تاسیساتو برید کړی دی.

د ټرمپ په وینا، امریکا له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د دغو تاسیساتو د جوړېدو بهیر څاره.

ټرمپ دغه برید محدود وباله او ټینګار یې وکړ چې دا د جګړې د بیا پیل په معنا نه دی.

نوموړي همداراز وویل، له ایران سره روانه نښته له روسیې او اوکراین د جګړې او د دویمې نړیوالې جګړې په څېر له دودیزو جګړو سره توپیر لري.

د امریکا ولسمشر ادعا وکړه چې واشنګټن د ایران پر هوايي او سمندري ځواکونو له درنو بریدونو وروسته برلاسی لري او اوس د تهران پر وړاندې د سخت یا نرم چلند انتخاب لري.

ټرمپ وویل، امریکا کولای شي ایران له منځه یوسي، خو د نرم چلند له لارې د هغو زرګونو کسانو ژوند هم ژغورلی شي چې ښايي په جګړه کې ووژل شي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ