یوې باورې سرچینې د نوم نه ښودولو په شرط ایلم نیوز ته ویلي، چې د هسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د نومبر په ۲۳مه د افغان ښځو د حقونو، عدالت او سولې په اړه غونډه جوړېږي.
دغه غونډه د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت او د « افغانستان د ښځو لپاره بنسټ » په ګډه جوړوي.
غونډه به د افغان ښځو پر وضعیت، د بشري حقونو د سرغړونو پر حسابورکونې او د سولې په بهیر کې د ښځو پر ونډې متمرکزه وي.


