خرم شریف چوهدري ته: افغانستان د نورو هېوادونو په څېر د برېتانیا په دفترونو کې نه دی جوړ شوی

0
47

د هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس کریم خرم د پاکستان د پوځ د ویاند احمد شریف چوهدري هغو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی چې افغانستان یې دولت نه دی بللی او ادعا یې کړې چې دغه هېواد یوازې ترهګري او مخدره مواد تولیدوي.

خرم ویلي، د افغانستان د دولت نه ګڼل، په نړیواله ټولنه کې د دغه هېواد د غږ او حضور نشتون او د افغانانو په فقر او بې‌سوادۍ کې پاتې کېدل د پاکستاني واکمنانو هغه غوښتنې دي چې د ده په باور د افغانستان د تدریجي کمزوري کېدو لپاره یې لري.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان یو تاریخي هېواد دی او “لکه د پاکستان”د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت په دفترونو کې نه دی جوړ شوی.

هغه د ترهګرۍ او مخدره موادو د تولید په تړاو د پاکستاني پوځي ویاند ادعاوې هم رد کړې او ویلي یې دي چې پاکستان په دغو برخو کې لږ تر لږه پنځوس کلنه تجربه لري.

کریم خرم په پای کې ویلي، افغانان باید د پاکستاني چارواکو له دغو سپکاوی کوونکو څرګندونو څخه درس واخلي او د خپل هېواد د پیاوړتیا، خپلواکۍ او نړیوال دریځ د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ