د امریکا د کانګرس غړې یاسمین انصاري د ټرمپ له ادارې غوښتي چې افغانستان ته د افغان کډوالو د لېږد الوتنې سمدستي ودروي.
انصاري ویلي، د دغو کډوالو بېرته ستنول یې ژوند له ګواښ سره مخ کوي او امریکا باید د هغو کسانو د خوندیتوب په اړه خپلو اخلاقي او قانوني ژمنو ته ژمنه پاتې شي چې په افغانستان کې د ځورونې او مرګ له ګواښ سره مخ دي.
هغې زیاته کړې، په نیول شویو افغانانو کې د هغو کسانو د کورنیو غړي هم شته چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی دی.
د راپورونو له مخې، د ټرمپ ادارې په لوزیانا ایالت کې تر ۱۵۰ ډېر افغان کډوال نیولي او غواړي د پاکستان له لارې یې افغانستان ته ولېږدوي.


