افغان سیاستوال محمد عمر داودزي وایي د ژغورنې د ملي مجمع د رهبرۍ شورا غړو د توافق له مخې نوموړی ددې شورا د دوراني رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
داودزي ویلي، د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لاره په ملي تفاهم، ګډ کار، سیاسي تدبیر او د ټولو سیاسي او ټولنیزو جریانونو په همکارۍ کې ده.
نوموړي ټینګار کړی چې هڅه به یې د ملي یووالي، سولې، ثبات او ټولشموله افغانستان لپاره وي.


