افغان لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې د شل‌اوریزو لوبو لړۍ درې پر صفر وګټله

0
8

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې د درې شل‌اوریزو سیالیو لړۍ په بشپړ برلاسي پای ته ورسوله او په درېیمه لوبه کې یې هم کوربه لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې زمبابوې لومړی توپوهنه وکړه، خو د افغان توپ‌اچوونکو د اغېزناکې لوبې پر وړاندې یې مقاومت ونه شو کړای او په ۱۴.۳ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۷۹ منډې وکړې.

نور احمد د افغان لوبډلې په ګټه پنځه وېکټې واخیستې او د سیالې لوبډلې د منډو جوړولو مخه یې ونیوله.

افغانستان د ۸۰ منډو هدف په اووم اور کې د درېیو وېکټو په زیان ترلاسه کړ.

ابراهیم ځدراڼ په دې لوبه کې ۲۵ منډې جوړې کړې او لوبډله یې بریا ته ورسوله.

له دې بریا سره افغانستان د درې شل‌اوریزو سیالیو لړۍ درې پر صفر وګټله.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ