د هرات ولایت له خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر څخه دوبۍ ته د لومړي ځل لپاره مستقیمې الوتنې پیل شوې دي.
د دغه هوايي ډګر طالب چارواکي وايي، په لومړۍ مستقیمه الوتنه کې ۵۳ مسافر له هرات څخه دوبۍ ته لېږدول شوي دي.
د چارواکو په وینا، ټاکل شوې ده چې له دې وروسته هره اوونۍ یوه مستقیمه الوتنه د هرات او دوبۍ ترمنځ ترسره شي.
د هرات او دوبۍ ترمنځ د مستقیمو الوتنو پیل به مسافرو ته د سفر په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي او د دواړو لورو ترمنځ به د تګ راتګ لپاره د مستقیمې هوایي لارې زمینه برابره کړي.
د دې الوتنو د پیل په اړه تر اوسه د ټکټونو د بیو، د الوتنو د دقیق مهالوېش او د هوايي شرکت د نوم په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.


