انګور اډه کې د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې

0
43

یو شمېر سرچینې وايي، د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې فرضي کرښې ته څیرمه د پاکستاني او طالب ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

سرچینې وایي، چې په دې نښته کې یو پاکستاني سرتېری وژل شوی.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې طالب او پاکستاني ځواکونه له سپکو او درنو وسلو پر یو بل ډزې کوي.

دا هم جوته نه ده چې لومړی برید کوم لوري کړی.

تر اوسه د دغو نښتو په اړه دواړو لورو تر اوسه څه نه دي ویلي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ