افغانستان د زمبابوې پر وړاندې لومړۍ شل اووریزه لوبه کې بریا خپله کړه

0
39

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اووریزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه کې د زمبابوې پر وړاندې د ۳۷ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

د لوبې پچه زمبابوې ګټلې وه او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه چې افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې د اعجاز احمدزي د چټکو ۵۲، شاهدالله کمال ۴۶ او راشد خان چټکو ۳۰ منډو پر مټ سیالې لوبډلې ته د ۱۷۸ منډو هدف ورکړ.

زمبابوې په دویمه پاڼۍ کې ښه پیل درلود خو بیا هم د لوبې په دوام د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې ښه ونه شول لوبېدلی او د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو یې تر وروستي اوور یوازې ۱۴۰ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره توپ اچوونه کې فضل الحق فاروقي درې، راشد خان، عظمت الله عمرزي او مجیب الرحمن دوه- دوه او شاهدالله کمال یو وېکټ ترلاسه کړه.

افغانستان لوبلړۍ په بریا سره پیل کړه او په بلې لوبه کې به د لوبلړۍ ګټلو ته سترګې په لار وي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ