د طالبانو حکومت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په ودونو، کورنیو مراسمو او ورته غونډو کې د پټاقیو او هغو توکو پر کارولو بندیز اعلان کړی، چې د خلکو د ځورونې، وېرې او رواني ناارامۍ لامل کېږي.
دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دا بندیز د پټاقیو پر واردوونکو، تولیدوونکو، پلورونکو او ټولو هغو کسانو هم پلي کېږي، چې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د دغو توکو په تولید، واردولو، پلورلو او کارولو کې ښکېل دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د خلکو د ارامۍ، هوساینې او رواني امنیت ساتل د یوه سالم ټولنیز ژوند مهمې برخې دي او د ودونو او کورنیو مراسمو پر مهال باید د ماشومانو، ښځو، سپینږیرو، ناروغانو او نورو خلکو د وېرې او ناارامۍ مخه ونیول شي.
دغه وزارت له خلکو غوښتي، چې د یاد بندیز په رعایتولو کې ورسره همکاري وکړي او په ودونو او نورو مراسمو کې له پټاقیو او ورته هغو توکو څخه ډډه وکړي، چې د خلکو ارامتیا او رواني امنیت ته زیان رسوي.
د امر بالمعروف وزارت خبرداری ورکړی، چې که له دې وروسته څوک له یاد بندیز څخه سرغړونه وکړي او د پټاقیو یا ورته توکو په کارولو سره د خلکو د ځورونې او وېرې لامل شي، له نافذه شرعي قوانینو او مقرراتو سره سم به ورسره قانوني چلند وشي.


