د ټرمپ او زلنسکي اړیکې ترینګلې شوې

0
10

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ترمنځ اړیکې د روسیې د انرژۍ پر تاسیساتو د اوکراین د بریدونو له امله ترینګلې شوې دي.

د راپور له مخې، ټرمپ له کیف څخه غوښتي چې دغه بریدونه ودروي، خو اوکراین وايي، د روسیې د پرله‌پسې بریدونو پر وړاندې د ځواب ویلو لپاره له اوږد واټن ډرونونو کار اخلي.

په ورته وخت کې، زلنسکي ویلي چې امریکايي چارواکو د بریدونو د دوام په صورت کې د استخباراتي معلوماتو د شریکولو د بندولو ګواښ کړی، خو یوه امریکايي چارواکي دا ادعا رد کړې ده.

بلخوا، د سولې ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي او ټاکل شوې د اوکراین، روسیې او امریکا استازي د نومبر په لومړۍ نیمایي کې په ابوظبۍ کې سره وګوري؛ خو تر اوسه دغو هڅو کومه څرګنده پایله نه ده لرلې.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ