دوستم او محقق په استانبول کې د ای اېس ای له پلاوي سره لیدلي

0
15

په داسې حال کې چې ګڼ شمېر افغانان په افغانستان کې د پاکستان له لوري د جګړې له دوام سره مخالفت کوي، د جنبش ګوند مشر او د پخواني جمهوري نظام پخوانی لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم او د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق په استنبول کې له یوه پاکستاني پلاوي سره لیدلي دي.

د یوې سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه لیدنه د چهارشنبې په ورځ شوې او ویل کېږي چې ګډونوالو په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د جګړې په اړه هم پر یو لړ موضوعاتو خبرې او هوکړې کړې دي.

تر اوسه د دې لیدنې د جزئیاتو، د پاکستاني پلاوي د غړو د هویت او د احتمالي هوکړو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ