قطر: د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو په مشرۍ د ټول‌شموله سیاسي بهیر له لارې وټاکل شي

0
90

قطر وایي، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکړې باید د افغانانو په مشرۍ د یوه ټول‌شموله سیاسي بهیر له لارې وشي او د دغه هېواد ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وشي.

د قطر د نړیوالې همکارۍ وزیرې، مریم بنت علي بن ناصر المسند، دغه څرګندونې د افغانستان د همغږۍ ډلې په غونډه کې کړې دي.

نوموړې ویلي، افغانستان د نړیوالې ټولنې دوامدارې همکارۍ، عملي مرستو او د ګډو هڅو پیاوړتیا ته اړتیا لري.

هغې د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې اقتصادي ستونزې، د کډوالو بېرته ستنېدل او د خلکو بې‌ځایه کېدل د دغه هېواد پر عامه خدمتونو او د خلکو پر ژوند فشار زیاتوي.

المسند د روغتیا، زده‌کړو، خوړو او څښاک اوبو په برخو کې د مرستو پر دوام ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې خپلې مرستې همغږې کړي او اړمنو افغانانو ته یې په اغېزمنه توګه ورسوي.

نوموړې زیاته کړې، چې د افغانستان ثبات یوازې د افغانانو لپاره نه، بلکې د سیمې د امنیت، اقتصادي اړیکو او نړیوالې سولې لپاره هم مهم دی.

هغې همداراز د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې بهیر د افغانستان په اړه د نړیوالې همکارۍ لپاره مهم بللی دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ