ترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي همکاریو تړون لاسلیک کړ

0
49

ترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا د چهارشنبې په ورځ د دفاعي همکاریو د پراختیا او د خپلو دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه یو تړون لاسلیک کړ.

رویټرز خبري اژانس د ترکیې د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی، چې دغه تړون د قطر په پلازمېنه دوحه کې د «بدر تفاهم‌لیک» په نوم لاسلیک شوی دی.

د ترکیې د دفاع وزارت ویلي، چې د دغه تړون موخه د پوځي تولیداتو په برخه کې د همکاریو پراخول، د پوځي وړتیاوو لوړول او د پوځي تخنیکي روزنې، څېړنې او پراختیا په برخو کې د ګډ کار پیاوړتیا ده.

د یاد وزارت په وینا، د څلورو هېوادونو د پوځي تولیداتو له وړتیاوو څخه په ګډه ګټه اخیستل به د دفاعي صنعت د ظرفیتونو په لوړولو او د پوځي همکاریو په پراختیا کې مرسته وکړي.

د ترکیې د دفاعي صنایعو ادارې مشر، هالوک ګورګون، ویلي چې دغه تفاهم‌لیک د ګډ تولید او ټکنالوژۍ د پراختیا لپاره د ستراتیژیکو همکاریو بنسټ برابروي.

ترکیه، چې د ناټو دویم لوی پوځ لري، له قطر او اندونیزیا سره نږدې دفاعي اړیکې لري.

دغه هېواد د روان کال په اګست کې له پاکستان او سعودي عربستان سره هم د متقابلې دفاع تړون لاسلیک کړی و.

تر اوسه د «بدر تفاهم‌لیک» د عملي کېدو د څرنګوالي او د احتمالي ګډو پوځي پروژو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ