د تخار په بنګي ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلوګرامه بم کشف شوی

0
28

د تخار د بنګي ولسوالۍ په یوه کلي کې د پخوانیو جګړو پاتې شاوخوا ۵۰۰ کیلوګرامه دروند بم موندل شوی او وروسته د طالبانو حکومت د انجینرۍ ډلې له لوري له منځه وړل شوی دی.

د تخار د طالبانو حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب‌الله مسرور وايي، دغه بم د بنګي ولسوالۍ د «نواباد برجه» په کلي کې کشف شوی و.

د نوموړي په وینا، د پولیسو د انجینرۍ ډلې بم له سیمې څخه خوندي ځای ته، د «غوزول درې» سیمې ته، انتقال کړی او د خوندیتوب له اصولو سره سم یې چاودنه ورکړې ده.

افغانستان د څو لسیزو جګړو له امله لا هم د ماینونو او ناچاوده مهماتو له پراخ ګواښ سره مخ دی.

په بېلابېلو ولایتونو کې وخت ناوخت درانه هوايي بمونه او د پخوانیو جګړو پاتې نور چاودېدونکي توکي هم موندل کېږي.

تر دې مخکې په سمنګان، کابل او هرات کې هم د ۵۰۰ کیلوګرامه وزن لرونکو بمونو د موندلو او شنډولو راپورونه ورکړل شوي دي.

نړیوالې ادارې وايي، د ناچاوده مهماتو ګواښ لا هم د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، ژوند ته جدي خطر دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ