ایران کې ترافیکي پېښې ۹ افغانان او یو ایرانی وژلي

0
51

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د یوه سواري موټر او ټېلر د ټکر له امله ۱۰ کسان وژل شوي، چې ۹ یې افغانان دي.

د حال‌وش د راپور له مخې، دغه پېښه د سې‌شنبې په سهار د زاهدان او بم ښارونو ترمنځ پر لویه لار، د کهورک پوستې ته څېرمه رامنځته شوې ده.

راپور زیاتوي، چې د سواري موټر او ټېلر مخامخ ټکر د مرګ‌ژوبلې لامل شوی دی.

تر اوسه د وژل شویو کسانو د هویت او دې موضوع په اړه چې ایا افغانان ایران ته د کډوالۍ په موخه روان وو که نه، نور جزییات نه دي خپاره شوي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ