ایران اېر د تهران، کابل او مشهد ترمنځ الوتنې بیا پیلوي

0
39

د ایران ملي هوايي شرکت «ایران اېر» اعلان کړی، چې د تهران، کابل او مشهد ترمنځ به خپلې الوتنې د اکتوبر له ۲۳مې نېټې بېرته پیل کړي.

د دغه شرکت مشر طاهر عبدالحی ویلي، چې د الوتنو په بیا پیل سره به د ایران او افغانستان ترمنځ د مسافرو د لېږد رالېږد خدمتونه بېرته فعال شي.

نوموړي د هوايي چلند د صنعت اقتصادي ستونزو ته په اشارې ویلي، چې د سون توکو د بیو لوړوالی، د کارکوونکو معاشونه او د هوايي ډګرونو د خدمتونو لګښتونه د هوايي شرکتونو پر مالي وضعیت فشار زیاتوي.

د ایران اېر مشر زیاته کړې، چې دغه شرکت له یو شمېر بهرنیو هوايي شرکتونو څخه د شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالرو د پورونو د ترلاسه کولو غوښتنه لري.

د هغه په وینا، «ګلف اېر»، «لوفت‌هانزا»، «اسټرین اېرلاینز» او «ترکش اېرلاینز» د ځینو خدمتونو او اسانتیاوو د لګښتونو له امله ایران اېر ته پوروړي دي.

د عبدالحی په خبره، د ایران پر وړاندې بندیزونو او د بانکي حسابونو کنګل کېدو د دې شرکت د پاتې پیسو د ترلاسه کولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ