عاصم منیر تهران ته رسېدلی

0
54

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر نن سه‌شنبه د ایران پلازمېنې تهران ته سفر کړی دی.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه سفر موخه له ایراني چارواکو سره د دوه‌اړخیزو همکاریو پراختیا او د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې دي.

د راپورونو له مخې، د عاصم منیر د سفر په اجنډا کې د تهران او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، سیمه‌ییز تحولات او د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو موضوعات شامل دي.

ویل کېږي چې د پاکستان د پوځ مشر به د دغه سفر په ترڅ کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان، د بهرنیو چارو له وزیر، د پارلمان له رییس او د ملي امنیت د عالي شورا له منشي سره جلا جلا لیدنې او خبرې وکړي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې تازه د ایران اړ پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې تړل شوي دي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ