د جمعیت علمای اسلام مشرانو د حکومت پر ضد د مبارزې د پیاوړتیا لپاره پر یوې نوې تګلارې بحث پیل کړی دی.
د دغه ګوند ویاند اسلم غوري ویلي، د جمعیت علمای اسلام د مرکزي شورا په غونډه کې، چې مولانا فضل الرحمن یې مشري کوي، د حکومت پر هغو اقداماتو هم بحث کېږي چې د دوی په وینا «غیرقانوني او غیر اساسي» دي.
د غوري په وینا، په دې غونډه کې د اپوزیسیون د یووالي پیاوړتیا، د خلکو د حقونو لپاره د راتلونکو اقداماتو، انفلاسیون او بېکارۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه هم بحث کېږي.
نوموړي زیاته کړې، په خیبر پښتونخوا کې د والي د واکمنۍ او بېړني حالت لګول د مرکزي شورا د غونډې د اجنډا په سر کې دي.


