فاطمه رباب څوک ده؟

0
70

ایلم نیوز

فاطمه رباب د بنګله‌دېش تجربه‌لرونکې ډیپلوماټه ده، چې د ۲۰۲۶ کال په جولای کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په افغانستان کې د خپل ځانګړي استازي او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه وټاکله.

نوموړې د اکتوبر په ۱۶مه کابل ته ورسېده او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.

زده کړې یې:

فاطمه رباب د استرالیا د کانبرا پوهنتون څخه په ټولنیزو علومو کې د لېسانس او د امریکا د ټفټس پوهنتون د فلیچر د حقوقو او ډیپلوماسۍ له پوهنځي څخه په نړیوالو اړیکو او ډیپلوماسۍ کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی.

نوموړې پر خپلې مورنۍ بنګالي ژبې سربېره په انګلیسي خبرې کوي او په هندي او اردو ژبو هم کاري پوهه لري.

ډیپلوماټیکه مخینه او نړیوال ماموریتونه:

فاطمه رباب په ملي او نړیواله کچه د ملکي خدمتونو او ډیپلوماسۍ په برخه کې تر ۳۰ کلونو ډېره تجربه لري.

نوموړې له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۷ کال پورې په لندن کې د مشترک‌المنافع هېوادونو په سکرتریت کې د بشري حقونو مشره وه.

هغې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې د کډوالۍ په نړیوال سازمان (IOM) کې د سویلي اسیا د سیمه‌ییزې استازې او له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د سویلي او سوېل‌لوېدیځې اسیا او اقلیمي بدلون او کډوالۍ په برخو کې د سیمه‌ییزې سلاکارې په توګه دندې ترسره کړې دي.

نوموړې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزارت عمومي رییسه او له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې په جاپان کې د خپل هېواد سفیره وه.

همدارنګه، له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې یې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د بنګله‌دېش د دایمي استازې او سفیرې په توګه دنده ترسره کړې ده.

فاطمه رباب په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو د سولې جوړونې کمېسیون مشره وټاکل شوه او د دې کمېسیون لومړنۍ ښځینه مشره وه.

نوموړې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۷مې غونډې د مرستیالې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

په افغانستان کې یې نوی ماموریت:

فاطمه رباب کابل کې د یوناما د مشرې په توګه د روزا اوتونبایوا ځایناستې ده.

د نوموړې دنده په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت مشري او د دغه سازمان د اړوندو فعالیتونو همغږي ده.

یوناما د افغانستان له خلکو سره د مرستې، د بشري وضعیت د څارنې او د افغان لوریو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل په برخو کې فعالیت کوي.

د فاطمې رباب تر مشرۍ لاندې به د یوناما د فعالیتونو څرنګوالی او له طالب چارواکو او نړیوالو لوریو سره د هغې تعامل د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د راتلونکو هڅو مهمه برخه وي.

جواب ورکړئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ
دلته خپل نوم ولیکئ