د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو امریکایانو ته ویلي، که د نن ورځې د تېلو د بیو په اړه اندېښمن دي، نو باید په دې فکر وکړي چې که ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي، وضعیت به څه ډول شي.
نتانیاهو ادعا کړې چې دی او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به ایران ته اجازه ور نه کړي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.
نوموړي ویلي، کله چې د ایران د حکومت ګواښ له منځه ولاړ شي، د تېلو بیې به هم راټیټې شي.
نتانیاهو زیاته کړې چې دا کار یوازې د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال ممکن دی او هغه کسان به یې ترسره نه کړي چې د ده په وینا، غواړي له دغو مستبدو سره جوړجاړی او نرم چلند وکړي.


